ایکناخبری آژانس د ډویچه ویلې له قوله راپور راکړ، د اروپائي اتحادئې ځيني هیوادونو د نقاب او روبند یا برقعې باندې سختې پابندۍ لګولي دي. په عین حال کې ، په تعلیمي ادارو ،د کار ځاي او عمومي فضاګانو اوپارکونو کې د حجاب مطلق یا جزئي ممنوعیّت هم داروپائي اتحادئې په ځينو هیوادونو کې اعمال شوی دی.
د ۲۰۲۲کال د مارچ د راپور په اساس، چې د پرانیستي ټولنې د عدالت دنوښت موسیسې ((Open Society Justice) ـ)د بشری حقوقو د مدافعو وکیلانو یوې ډلې وړاندې کړی، د ترهه ګرۍ په ضد دغه شان ممنوعیّتونه او پابندۍ د ستمبر د یولسمې نیټې په ترهه ګرو حملو پسې د متحده ایالاتو د سیاستوالانوله خوا د ترهه ګرۍ په ضد دنړیوال جننګ له اعلانه وروسته او د مسلمانانو د پوښښ او ستر په دلیل په دوي د شک په دلیل اجرا شول.
د دې راپور لیکوالان وايي: دا نظر چې مسلمانان د یوې ډلې په توګه نوي داخلي دښمنان دي، د عقیدې او عملونو سره سره چې د اروپایي نورمونو په پرتله ټیټ ارزښتونه او نورمونه (دیني زغم) ښودل شوي، په دې سیاسي ټکر کې مشروع شوی.
په امریکا کې د ستمبر دیولسمې نیټې له ترهه ګرو حملو وروسته،فرانسه د اروپائي اتحادئې لومړنی هیوادو ؤ چې په ۲۰۱۰کال کې ئې په عمومي ځایونو کې د ستر یا سکارف او برقعې په استعمال پابندي ولګوله او پر دوي ظلمونه او ستمونه پیل کړل.
آسټریا،بیلیجیّم، بلغاریه،ډنمارک ،ایټالیا(په ځينوسیموکې)،هالینډ(په عمومي ځایونو کې) او اسپانیا(د کاتالونیا په ځينو سیموکې) ددغې رودې پيروي وکړه. له بل پلوه په جرمني کې هماغه شان برقعه او ستر سکارف دوه نظرونه لري. ځینی ایالتونه ئې په ښونځیو او عمومي ځایونو کې منع کوي او ځینی نور اندیښمن دي چې د سکارف او ستر ممنوعیّت دمسلمانانو ورسره د یوځاي کیدا خنډ کیږي.
د ۲۰۲۱کال په جولائي کې د اروپا لوئې څارنوالی (ECJ) فیصله وکړه چې میرمنې په هغو ځایونو کې د کار په بڼه کې د ستر د لیریکولو څخه د ډډه کولو په بڼه چې له خلکو سره اړه لري، له کارونو ویستل کیدلی شي.
د پرانیستي ټولنې د عدالت د نوښت د ډلې دراپور پهاساس،د اروپائي اتحادئې په زیاترو هیوادونو کې د ستر او حجاب په باب ممنوعیّتونه او ځینی قوانین شته دي.
د نیویارک یوې مسلمانې پيغلي نظمه خان ، په ۲۰۱۳کال کې له دغه شان تفکراتو سره د مقابلې لپاره دهغو میلیونونو مسلمانو میرمنو د قدرونې لپاره چې حجا ب او ستر ئې خوښ کړی دی، د ستر دنړیوالې ورځې په توګه(WHD) د فرورۍ د لومړۍ ورځ د نومولو ائيډیا ئې وړاندې کړې او دغه ورځ لمانځي.
https://iqna.ir/fa/news/4118996